ایا ځانمرګي بریدونو ته، ملي مقاومت ویلای شو ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

       ترهر څه مخکې باید په ډاګه او څرګنده وویل شي چې افغانستان یو خپلواک ، د ملي واکمنۍ خاوند ،

واحد او نه بېلېدونکی هیواد دی. افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي غړی ، د ملګرو ملتو منشور ، نړیوالو تړونونو او نړیوالو میثاقونو سره تړاو لري او د بشري حقونو نړیوالي اعلامي ته ژمن دی .

ننی افغانستان د ۹۰ کلونو د مجاهدینو او طالبانو د واکمنیو پر خلاف، د سپکاوي او ګوښه توب له ګورنډي او تورې بورې څخه راوتلی او اوس د افغانستان ملي بیرغ ، نورو هیوادونو سره د مساوي او خپلواک هیواد پتوګه، په ملګرو ملتو او د نړۍ د زیاتو هیوادونو په پلازمېنو او ښارونو کې رپيږي چې د افغانستان د لوړتیا او برم څرګندونه کوي . په نړیواله او تاریخي کچه د افغانستان بیا ځلیدا او لوړتیا د هیواد په ټول تاریخ کې که بېنظیره نه وي نو کم نظیره هم نه ده .

بلخوا کله چې د افغان دولت ته قانوني دولت وایو او هغه افغانانو انتخاب کړی دی او د قانوني دولت پتوګه د نړیوالو له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی بیا نو که کوم افغان د اپوزیسیون په بڼه او یا په بله بڼه له دولت سره مخالفت کوي، کولای شي، خو دا به د قانون په چوکاټ کې وي .

د  دې لیکنې په پیل کې باید وویل شي نه ښايي د افغانستان برم د یوه هیواد پتوګه او په افغانستان کې اوسنی دولت د خپل فساد او نیمګړتیاو له مخې چې دوه بېل مفاهیم دي، یو له بل سره ګډوډ کړو.  

همدارنګه دا خبره باید هېره نه کړو چې د ایساف او ناټو ځواکونه، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پریکړې پر بنسټ راغلي او موخه يي افغانستان او سیمې کې د تروریزم د ځالو او فعالیتونه جاروکول او افغانستان کې د سولې او ټيکاو بسیا ده .

د سیمي هیوادونو د ایران او پاکستان په ګډون د ملګرو ملتونو له داسې پریکړې څخه ملاتړ کړی او هغې ته يي لاس پورته کړي. هیڅ هیواد د ملګرو ملتونو د پریکړې پر بنسټ حق نه لري چې افغانستان کې د ایساف ځواګونه اشغالګر او افغانستان اشغالي هیواد وبولي. اوس هغه هیوادونه که ښکاره لکه ایران، افغانستان ته اشغال شوی هیواد وايی او ځیني نور لکه پاکستان تر بډې لاندې او په پټه له داسې تګلارو ملاتړ کوي، افغانستان کې د لاسوهنې او تیري په مانا ګڼل کیږي او د ملګرو ملتونو د پریکړو مقابل کې دریږي چې په دواړو صورتونو کې، د افغان ملت او هم د ملګرو ملتونو په وړاندې د ځواب ویلو دروند پيټي پر غاړه اخلي .

د ملګرو ملتونو د پریکړې پر بنسټ، د ایساف ځواکونه دنده لري ترهګر له افغانستان څخه جارو کړي او ځالي يي له افغانستان څخه بهر په پاکستان کې وټکوي .

د یوه قانوني دولت په وړاندې ترهګرو ته چې ځالې او اډې يي په پاکستان کې خوندې دي او د پاکستان د پوځ او ای ایس ای او یا په راروسته کې د اخوندي ایراني دولت په مټ افغان خاورې ته د غلو او ډاکوانو په بڼه راننوځي، ملي مقاومت نه شو ویلای .

دوی زیاتره غله او ډاکوان دي. پاکستان دغه ترهګر له نوروځایونو او هیوادونو څخه چې هغو کې چیچنیايي ، ازبک ، تاجک ، پنجابي او یا د نورې نړۍ اتباع لیدل کیږي، خپل هیواد ته اشر کړي او په اډو کې يي اچولي او وخت په وخت يي افغانستان ته، د ډلوژنې او ورانۍ لپاره رالیږي .

د پاکستان او ایران دولتونو تر اوسه په ښکاره او رسمي ډول دغو ترهګرو ته د ملي مقاومت نوم نه دی ورکړی او نه يي شي ورکولای . خو په دولتونو کې پټې ځانګړي پوځي او استخباراتي کړۍ او مذهبي توندلاري تنظیمونه، دغو ترهګرو ته په غوږونو کې دلته ، هلته او یا په دې یا هغه رسنۍ کې د ازادۍ جنګیالي او یا د ملي مقاومت په نوم جوړه شوې بولاله پمپوي .

دغه تش په نوم مقاومت هم چې ترکیب يي د القاعده ، نوروترهګرو ، غلو ، ډاکوانو ، لوټمارو څخه جوړشوی، نه شي کولای د مقاومت په نوم ځان مطرح کړي .

نوموړي کړۍ او رسنۍ هم دغه تش په نوم ملي مقاومت نه چا ته ښودلای او نه تعریف کولای شي او نه د دې مقاومت د ځای ، پتې او ترکیب په پيژند کې بیان او څرګندونه کولای شي او نه يی جرات او زړه لري .

له کومه ځایه چې افغانستان کې د افغاني طالبانو خبره ده، دا باید له نورو ترهګرو څخه بېله وڅېړل شي . د طالبانو هغه ډله چې ځانونه له نورو ترهګرو او القاعدې بېل ګڼي او له ترهګرۍ ډډه کوي، ځان افغانان بولي او د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو په اړه اندیښنه کوي ، حق لري د افغاني ټولنې د یوې برخې پتوګه ، په ټولنه او واک کې په سوله ییزه بڼه شریک شی . دوی د افغانستان د قانوني او خپلواک دولت په وړاندې د ملي مقاومت په عنوان نه، بلکې د یوې پرګنیزه او سیاسي ډلې پتوګه ځان مطرح کولای شي .

افغانستان کې هم تر اوسه په دولت کې دننه او یا له دولته بهر کومې سیاسي ډلې، یا د افغانستان کوم سمت ، برخې او قومي ګروپ د ملي مقاومت په نوم له کومې ډلې ملاتړ نه دی کړی او هغه خوځښتونه چې د ځانمرګو بریدونو یا د ولسي وګړو د وژنې او ټولګټو بنسټونو د ورانۍ په بڼه لیدل کیږي، افغان ولس تل غندلي او په وړاندې يي خپله کرکه او غوسه نه ده پټه کړې.

په افغاني ټولنه او د ټولنې د مختازو کسانو د څېړنو او شننو له مخې د افغاني طالبانو یوازې سیاسي او پرګنیزې روا ګټې خوندې ګڼل شوي او د ملي مقاومت په نوم کوم ولسي او روشنفکري ملاتړ شتون نه لري. په ټولیزه توګه د داسې غوښتنو لپاره په ولس کې ځای او اړتیا نشته.

بلخوا هغه کسان چې هیواد کې دننه د ترهګرو لپاره د ملي مقاومت سندرې وايي او پر خپل مخ د پوهې او روښانفکرۍ جال هم غوړوی، زیاتره يي د سیمې د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي کړیو او یا مذهبي توندلارو تنظیمو سره تړاو لري. داسې کسان کیدای شي ناخبره وي او د وچو او پوچو احساساتو ښکار شوي وي او یا په خبرتیا سره د ابلیس او شیطان په دریځ کې غواړي یو ځل بیا له افغانستان څخه د ترهګرۍ او شرارت ځاله جوړه کړي. د افغاني طالبانو په ملاتړ او دا چې دې طالبانو ته په ټولنه او واک کې په سوله ییز ډول وړ ځای ورکړل شي، داسې احساسات د پاموړ دي ، خو د ترهګرو د لوی او ټول ترکیب پر بنسټ او د ملي مقاومت تر سرلیک لاندې، د دوی غوښتنې او ولولي، ملي ضد حرکت او د ملي خیانت تر بریده ګڼل کیږي .

داسې کسان که وغواړي، د طالبانو پرځای واکمن شوی دولت یا د طالبانو بدیل چې تر اوسه يي لا د طالبانو او د مجاهدینو د تېرو واکمنیو ویجاړۍ او چټلۍ ټولې نه دي پاکې کړی او له یوولس کلونو رادیخوا د افغانانو او نړیوالو د خولو ، تڼاکو او وینو په بیه تر دې ځایه رارسیدلې، بېرته په طالبي واکمنۍ بدله کړي، په خوب کې کونجاړه ګوري . دوی چې ولسونه هڅوي د طالبانو پرونۍ نادودې او وحشتونه هېر کړي او په خپلو روشنفکري خیالاتو او اوهامو کې دا ځل له طالبانو پریښتې جوړې  کړي یا غواړي په اوسنۍ واکمنۍ کې بدې او نیمګړې خواوې بوټلې کړې، ښېګڼې او بریاوې له سترګو وغورځوي او د همدې منفي خواو د بدیل لپاره طالبان مناسب وړاندیز وبولي ، اوس له وخته تېرې خبرې دي . له دوی څخه یو ښاغلی معجزه کوي او وايي «  د روانې فاسدې پردۍ واکمنۍ بدیل په طالبانو کې د لید وړ دی. دا یو ساده نظر نه بلکې که د چا خوښ وي یا نه، له روانوحالاتو څخه یوجوړ شوی انځور دی..... د اشغال او روانې فاسدې واکمنۍ بدیل باید څه وي؟ که څوک همدغه پوښتنه د واقعیتونو په رڼا کې وڅیړي هغه باید د طالب پلوي روشنفکران وګڼو. دعوت »

داسې کسان چې د خپل زاړه او له وخت لویدلې مغز په زیرمتون کې، له طالبانو بهتر بل کوم ټولنیز ځواک او له طالباني فکر پرته بله کومه وړ اندیښنه نه شي پیداکولای، اړوځي د منځنیو پيړیو اندیښنو ته پنا یوسي او د همدې اندیښنو پر بنسټ د خپل خیالي طالبي نظام د بنسټ ډبره کیږدي .

 د داسې کسانو په منځ کې ځیني داسې وګړي هم لیدل کیږي چې پرونیو کیڼ لاسو بدماشیو کې د خپلې ماتې غچ، د طالبانو او نورو توندلارو په لاسنیوي او ملاتړ کې ترلاسه کړي .

کوڼ او ړوند هم پوهیږي چې دولت کې اداري فساد شتون لري، زورواکان، غله او ډاکوان اوس هم په دولت کې لوړ او اوچت ځای لري، له نیمايي څخه زیات دولتي واک یوازې د نظارشورا او جمعیت په لاس کې دی ، قانون نه پلی کیږي، جهادي ــ مافیا واکمنه ده او په لسګونو او سلګونو نورې ستونزې او ناخوالې !

خو ایا ددې علاج دادی چې اوسنی دولت باید پوره نسکور شي او بیخي ونړیږي او بیا له سره بل دولت په همداسې پخوانیو ناکامو اندیښنو او تګلارو اباد کړو ؟ د دولت بدیل باید خامخا طالبان او نور توندلارې وي، بل بدیل نشته ؟ بېرته د کابل کورنیو جګړو ته لار اواره کړو ؟ افغانستان بیا په کورګیو او ډلګیوو وویشو ؟

افغانان بیا نه غواړي د شارلتانو کسانو په خوله لاړ شي او یا د سراښو ګاونډیانو په سلا ، د لسو کلونو بریاوې په اوبو لاهو کړي، تیارجوړ شوی دولت ړنګ کړي او له سره په نامعلومو لارو او ګړنګونو ورسم شي .

ښه لار داده چې موجود دولت کې سمون راوستل شي، دولت وڅنډل شي او کار اهل کار ته وسپارل شي . په دولتي اورګانونو کې له پاسه تر لاندې، قانون پلی شي او د قانون واک لومړی وګڼل شي . د کودتاګانو ، پاڅونونو ، قیامونو ، د شمال یا جنوب د اړودوړ او خونړيو انقلابونو لړۍ ختمه وګڼل شي او ټول افغانان د خبرو اترو له لارې ، په سوله او ورورۍ سره په ټولنه او واک کې برخمن وي . د جګړې او تاوتریخوالي ډولونه او نغمې سړې شې او ولسونو ته د دوستۍ سندره سر شي .

افغانستان کې دننه ولسونه یو بل سره د ډغروهلو او سیمې او نړۍ سره د جنګولو د کلتور پرځای دوستۍ او وروۍ ته وبلل شي . افغانانو ته باید د جګړې د کلتور پرځای د قلم او کتاب کلتور ورزده کړو . کرهڼې ، صنعت ، مالدارۍ او سوداګرۍ ته مخه وکړو .

نور بیا

د ۲۰۱۲ کال د اپریل  ۱۴ مه


April 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات